اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سر??ار محمد يوسف وئېلي دي د قرعه اندازۍ نه غېر د حاجيانو د انتخاب كومه بله لار نشته٬حكومت د حج لپاره په جمع شوو روپو سود يا ګټه نه اخلي٬روپی په شريعت اكاؤنټ كښې اېښودلې شي۔د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سر??ار اعظم موسٰی خيل د پوښتنې پھ ځ??اب كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير سر??ار محمد يوسف ووئيل د سركاري سكيم له مخې زي??ت خلق حج كول غواړي۔ يو لك 20 زره سركاري كوټه ده كومې لپاره چې درې لكه 75 زره درخواستونه راغلي۔د دوي انتخاب لپاره د قرعه اندازۍ نه غېر كومه بله لار نشته۔ ده ووئېل كوم خلق چې پرله پسې د تېرو دوو دريو كلونو نه د حج سعادت څخه په قرعه اندازۍ كښې محروم شوي د هغوي لپاره لس زره كوټه بېله كړی شوې ۔ ده ووئېل حج لپاره د صوبو كوټھ نشته څوك چې پھ قرعه اندازۍ كښې راشي هم هغه لېږلې شي۔لس زره كوټه د 80 كلونو د عمر نه زياتو خلقو او د دوي اټنډنټ لپاره ده۔