اسلام آباد ۔ 30 جنوری (اے پی پی) د دفاع وزير انجنیئر خرم دستګیر خان وئيلي دي پاكستان په نړۍ كښې د ترهګرۍ مخنيوي ترټولو لوئې آپرېشن “ضرب عضب” پیل كړې كوم چې كاميابۍ سره مخ په وړاندې روان دے۔ پاکستان ګردې اسلامي نړۍ ته د ترهګرۍ مخنيوي تربيه كښې د مرستې پېشكش كړې۔ پاكستان به په پاك افغان پوله 2600 كلوميټر اوږد خاردار تار په هر صورت لګوي۔ ?? هېواد دفاع په شمول هره څانګه مستحكم كولو له به تر 10 كلونو 7 ??يصد جي ډي پي په ځائې ساتل وي۔ ?? چين اعلی مشرتابه پاكستان اوس خپل فولادي و??ور او د هر موسم ملګرې ګرځوي۔ ?? پاكستان د دفاع او د اولس د ځان او مال ساتنې له به ټول صلاحيتونه او وسيلې كاروؤ۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ??اك پوځ ٬ امنيتي ځواكونو او اولس ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ ?? شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ نړيوالې ورورولۍ له به زمونږ قربانۍ منل وي۔ ??ه د نهې په ورځ د دفاع وزارت كښې د ابلاغ نمائندګانو سره غېر رسمي خبرې كولې۔ وفاقي و??ير ووئيل جیو اسټرېټجک سیاست منطقې ته بېرته راغلې۔ د پاكستان او روسيه وسله والو ځواكونو په ګډه جنګي مشقونه پېل كړي دي۔ ?? پاکستان او ايران ترمينځھ اړيكې ښه كېدو پلو روانې دي۔ ?? پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ايران دورې سره اړيكې لا ښه شوي دي۔ ??ه ووئيل د هندي و??يراعظم پالېسۍ په جارحيت اډانه دي۔ هند په كال 2017 كښې ??ه لائن آف کنټرول 2 زره څخه زيات ځله د سيز فائر خلاف ورزۍ كړې دي۔ ??دې په ځواب كښې ??اكستان هر ځل سم ځواب وركړې او سباؤن كښې به ئې هم وركوي۔ ??ه ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ كاميابو عملياتو په سوب اوس پاكستان كښې د ترهګرو د پټېدو هېڅ ځائې نشته۔ ده ووئيل په اوسنو خبرو اترو كښې امريكائي چارواكو دا وئيلي د کولیشن سپورټ فنډ 1.3ملین ډالر مرسته مو منع كړې نه ده بلكې منجمد كړې۔ د امریکائي اولس شمر ټوئېټ څخه وړاندې امريكائي مرسته كښې ??مې راتلل پېل شوي وو۔ كال 2012 څخه وروستو امريكائي پوځي مرسته 62 فيصد كمه شوې