اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې اولس مشر ممنون حسېن د انجمن ترقي اردو د تعميراتي پروژې اردو باغ كمپلېكس پرانسته وكړه٬قامونه د خپلې ژبې٬تاريخ٬كلتور او تهذيب نه پیژندلې شي٬د قامونو په پیژندګلۍ كښې د ټولو نه زيات اهميت ژبه لري٬اردو ژبه د تعليم زريعه جوړولو سره به د ځوانانو صلاحيتونه رامخې ته شي ??و د ژوند په هر اړخ به د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړې شي٬ايوان ??در كښې د ذمه وارۍ سنبهالولو نه وروستو د اردو نفاذ په لړ كښې ګڼ ګامونه پورته كړې شوي دي٬پاكستان كښې په قامي كچه وي يا بهر هېواد كښې٬ما هرې دستورې او كنفرنس ته په هره موقع په اردو كښې وېنا كړې ده۔د خالي په ورځ اولس مشر ممنون حسېن د انجمن ترقي اردو د تعميراتي پروژې اردو باغ كمپلېكس پرانست كړې ده۔په دې موقع دستورې ته په خپل خطاب كښې ده ووئيل ايوان ??در كښې حالونه ??و د كوټو نومونه د انګريزي روايت ترمخه اېښودلې شوي دغه ټول نومونه بدل كړې شوي او اوس د تحريك پاكستان ??و د اردو خذمت كونكو مشاهيرو په نوم منسوب كړې شوي۔دې سره سره ايوان ??در كښې بېلې څانګې دفتري چارې په اردو كښې ترسره كو??۔د?? زه باور لرم چې دا لړۍ به لا په وړاندې لاړه شي ??و د هېواد نورې ادارې به هم په دې جذبه اردو له وده وركړي۔ اردو ژبه د تعليم ذريعه جوړولو څخه به د طالبعلمانو صلاحيتونه رامخې ته شي ??و د ژوند په هره څانګه كښې به غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔په دې مهال د كراچۍ ميئر محمد وسيم اختر٬صدر انجمن ترقي اردو ذوالقرنين حېدر او معتمد انجمن ترقي اردو فاطمه حسن هم موجود وه۔اولس مشر ووئيل اردو باغ يوازې يو عمارت نه دې بلكې د يو تحريك تسلسل ??و د دغې د راروان پړاو پېل دې د كومې تعلق چې د پاكستان ?? نظرياتي پېژندګلو ??و د هغې د پرمختګ او خوشحالۍ سره دې۔ده ووئيل د اردو باغ د جوړولو نه پس وړومبۍ ذمه واري دا پكار ده چې د دې پروژې پاتې برخو ته پام لرنه وكړې شي او په دې لړ كښې د كراچۍ علم دوست خلك٬شتمند ??و د اردو سره مينه لرونكې خپل كردار ترسره كړ??۔د?? ووئيل زه پھ دې ډېر خوشحاله شوم چې د اردو د تعليم زريعې جوړولو لپاره په جامعه عثمانيه حېدرآباد دكن كښې كوم علمي كار شوې وو د سائنس او ټېكنالوجۍ سره د بېلو علومو زياتو كتابونو ترجمعې شوې وې هغه ټولې د انجمن كتاب خانه كښې خوندي دي٬دا يوه علمي خزانه ده چې نن ترې هم استفاده كېدې شي۔اولس مشر ووئيل د انجمن په علمي ذخيره كښې ډېر ناوياته كتابونه او په زرګونو قلمي نوسخې موجود دي خو د موسم اثراتو او نورو عواملو په سوب داس?? ناوياته كتابونه ضائع كېږي چې په نتيجه كښې راتلونكې نسلونه د علم داس?? ناوياته سرچينو نه محرومه پاتې كېږي۔ډيجيټل ټېكنالوجي په دې دور كښې د علم داسې خزانې خوندي كول ګران كار نه دې پاتې شوې ځكه زه غواړم چې د انجمن په كتاب خانه كښې ټول ناوياته كتابونه او قلمي نسخې په كمپيوټر كښې خوندي كړې شي ??و دغې ته د محقيقينو طالبعلمانو رسائي د انفارمېشن ټېكنالوجۍ د لارې باوري كړی شي۔په دې مهال ډاكټر فاطمه حسن او ذوالقرنين جميل د اردو باغ جوړولو له په مرسته د اولس مشر مننه وكړه۔د دستورې په پاې كښې د نوموري شاعر او اديب جميل الدين عالي د سالګرې كېك هم پرې كړی شو