اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د پاكستان او سعودي اړيكې به وخت تېرېدو سره لا پراخا كېږي٬ دواړه هېوادونه په قوي تاريخي او كلتو??ي رشتو كښې تړلي دي۔ ده دا خبرې د سعودي سفير كموډور سعيد احمد المالكي سره په خپلو خبرو كښې ??كړ??۔ اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه د خلوص او ورورولۍ رش??ه ده۔ اولس مشر په سي پېك كښې د سعودي عرب د دلچسپۍ هركلي كولو سره ووئيل چې د دې آثرات به ډېر موثره او تر ډېرې مودې وي۔ اولس مشر په دې موقع د برما او يمن په خرابېدونكې وضعه د تشويش څرګندونه كولو سره ووئيل د دې مسئلو هواري له اسلامي نړۍ له په ګډه كار كولو ته اړتيا ده۔