اسلام آباد 19جولائي (اے پي پي) د خزان?? وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزېب د اېف سي ډي او په مالي مرستې چلېدونكې د ريونيو موبلائزېشن٬انويسټمنټ اينډ ټريډ پروګرام د سټيئرنګ كمېټۍ وړومبې غونډې مشري كړې۔ په پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر جين ميريټ غونډې شريكه مشري كړې۔ په غونډه كښې د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن ډاكټر جهانزېب خان او اعلٰي سركاري افسرانو ګډون كړے۔ د جمعې په ورځ د خزانې وزارت لخوا جاري شوي خبر پاڼې له مخ?? وفاقي وزير د پروګرام د لارې محصولات متحرك كولو٬ د سرمايه كارۍ ماحول٬ ميكرو اكنامك ګورننس او تج??رت?? جينډر او موسمياتي بدلون په څانګو كښې د شوي كار جائزه اخستو سره مجموعي پېشرفت ستائنه وكړه او په اړوند سټيك هولډرز ئې زور راوړو چې پ?? دې عملدرآمد لپاره فعال پاتې شئ۔ ده ووئيل چې د پاكستان حكومت معاشي بحالي باوري كولو لپاره د لنډې٬ مينځنۍ او اوږدې مودې اقداماتو كولو اراده لري۔ ده پ?? دې خبره زور راوړو چې په جامع اقتصادي نمو د حكومت پام كاركردګۍ او عملدرآمد كولو سره پرمختيائي شراكتدارو ملاتړ څخه ترلاسه كې??ې شي۔ پ?? دې موقع جين ميريټ پروګرام له مخې په اقدامات كښې د خوښۍ او پاكستان مخ پ?? وړاندې بوتللو لپاره اصلاحاتي عزم ستائېلي۔ دې په اعلٰي ترجيحي څانګو كښې حكومت ته د اېف سي ډي او د بشپړه مرستې باور وركړو۔