اسلام آباد۔12جولائی (اے پی پی) پاكستان ا?? آذربائیجان د توان ٬ تجارت، رابطو، دفاع او د اولس ترمینځه د اړیک?? په شمول دو?? اړخیز ګټورو همکاریو ته د لا پراختيا وركولو عزم پخلے كړے دے۔ د دې عزم پخلے د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د صدر مملكت آصف علي زرداري او د پاكستان په دوره راغلي د آذربائیجان صدر الهام عليوف ترمينځه ملاقات كښې وشو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د خپل آذربائيجاني همڅنګ هركلي كولو ??ره ووئيل دو?? اړخيزه اړيكې د شريكې خوښې په بېلا بېلو څانګو كښې د لا پياوړې كېدو ګنجائش لري۔ ده د دو?? اړخيزه اړيكو لا پياوړتيا لپاره د پاكستان ا?? آذربائيجان د اولس او سوداګرو ترمېنځه د لا زياتو منظمو رابط?? په حاجت زور راوړو۔ ده د ګوادر بندر ځايې اهمیت په ډاګه كولو ??ره ووئيل د منځنۍ آسیا هېوادونه ا?? آذربائیجان د دې د لارې سیمه ییزې سوداګرۍ، اتصال او سېلګرۍ ته وده وركولو ??ره ??ره د ګډې اقتصادي سوکالۍ په رامخې ته كولو كښې استفاده كولې شي۔ صدر مملكت د پاكستان ا?? آذربائیجان ترمينځه د مفاهمت يادښتونو لاس ليك كېدل خوشبينه وګرځول۔ ده ووئيل د مفاهمت يادښتونو لاس ليك كېدو ??ره به د تجارت ٬ سېلګرۍ ٬ معدنياتو ٬ سائنس او ټېكنالوجي ٬ كلتور او د قانون او انصاف په څانګه كښې دو?? اړخيزه همكاري لا فعاله شي۔ صدر مملكت ووئيل ختيزه نړۍ سوكالۍ پلو د تللو صلاحيت لري۔ پاكستان د منځنۍ آسيا هېوادونو ا?? آذربائیجان ??ره تلپاتې او نتيجه وركوؤنكې تړون په ځايې كول غواړي۔ په دې موقعه د آذربائیجان صدر الهام علیوف ووئيل پاكستان ا?? آذربائیجان په زړه پورې اولسي اړيكې لري ، دواړو هېوادونو له به اقتصادي اړيكې زياتولو له كاروباري اړيكو ته وده وركول وي۔ ده ووئيل پاكستان ا?? آذربائیجان د تجديد وړ څانګه كښې په ګډه د كار كولو امكانات لټولې شي۔ وروستو صدر مملكت په ايوان صدر كښې د خپل آذربائيجاني همڅنګ او د هغه د پلاوي په درناوي كښې د غرمې مېلمستيا وكړه۔ د مېلمستيا په دستوره كښې وزيراعظم شهباز شریف، وفاقی وزيرانو ٬ پارليماني غړو ٬ سفارتكارو او خبريالانو ګډون وكړو۔