اسلام آباد۔12جون(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د پبلک پرائیويټ پارټنرشپ په مرسته په اسلام آباد كښې د نړيوال معيار هيلتھ ټاور جوړولو اعلان كولو سره د ??وغ??يا وزارت ماتحت لېبارټيز د معيار او ك??ركردګۍ ٬ ډرګ ریګولېټری اتھارټی آف پاکستان او د اسلام آباد ??وغ??ونونو لپاره د نوې طبي آلاتو او اېمبولېنسز اخستلو د تھرډ پارټي آډټ كولو هدايت كړے دے۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د ??وغ??يا وزارت چارو سره اړونه مهمه غونډه د شورؤ په ورځ په وزيراعظم هاؤس اسلام آباد كښې وشوه۔ په غونډه كښې ګدون كوؤنكو سره خپلو خبرو كښې وزیراعظم ووئيل د ??وغ??يا څانګه زياته مهمه او حساس ده ٬ د دې فرض بشري ځانونه بچ كول دي۔ وزیراعظم په اسلام آباد كښې د نړيوال معيار قائداعظم هېلتھ ټاور جوړولو اعلان كولو سره هېلتھ ټاور د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ په مرسته جوړولو سره د اړوندې تګلارې تيارولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل په هېلتھ ټاور كښې دې د غوره معيار ??وغ??ونونو سره سره میډډکل یونیورسټی ، نر??نګ یونیورسټی، عصري ټېكنالوجي لرونكې لېبارټريز او د رنځونو تشخيص كوؤنكي مركزونه جوړ كړې شي۔ وزیراعظم په هېواد كښې د پوليو نوې كېسونو په رامخې ته كېدو د سختې اندېښنې څرګندونه كولو سره ووئيل ټول ملكي وسائل كارولو او د همكارانو مرستې سره به هېواد څخه د پوليو ختمول باوري كوؤ۔ وزیراعظم د ??وغ??يا وزارت لاندې د كار كوؤنكو لیبارټریز د معيار او ك??ركردګۍ د تھرډ پارټی آډټ كولو هدايت وكړو۔ وزیراعظم د اسلام آباد د ټولو ??وغ??ونونو هیومن ریسورس آډټ كولو هم هدايت وكړو۔ ده د ګرد هېواد د نر??نګ سكولز او ك??لجونو آډټ كولو هم هدايت وكړو۔ ده ووئيل د وفاقي حكومت ??وغ??يا سره د اړوندو چارو به پخپله نګراني كوم۔ غونډې ته د ??وغ??يا وزارت كاركردګۍ په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته ووئيلې شوو چې د اسلام آباد ??وغ??ونونو له د 711 ملین روپو نوي طبي آلات او اېمبو لینسز اخستلې شوي دي۔ وزيراعظم د دې د اخستلو تھرډ پارټي آډټ كولو هدايت وكړو۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې د كوئټې ټرشری کېئر ??وغ??ونونو ته به مشينري او آلات وركولې شي۔ په موسیٰ خېل كښې به د 50 بسترو سركاري ??وغ??ون جوړولے شي۔ په آزاد كشمير كښې به ټرشری کئېر ??وغ??ون جوړولے شي۔ په ګلګت بلتستان كښې به انسټی ټیوټ آف میډیکل سائنسز او دانش ??وغ??ون جوړولې شي۔ غونډې ته د شاه سلمان ??وغ??ون په جوړولو كښې د شوي پېشرفت په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ، د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه ، ??وغ??يا لپاره د وزیراعظم كوآرډینیټر مختار احمد، د وزیراعظم کوآرډینیټر رانا احسان افضل او اړوندو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔