لاهور۔10فروری (اے پی پی) د وزيراعظم خصوصي استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې د ټاكنو په سوليز ډول ترسره كېدو پاك پوځ او نورو قانون نافذ كوؤنكو ادارو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ٬ د ف??ورۍ په 8 مه نېټه پاكستاني اولس خپله رايې په په غوره ډول وكاروله۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل په 8 فروری پاكستان اولس د رايې حق په زړه پورې ډول وكارولو٬ په ګرد هېواد كښې د پروردګار په فضل كومه ناوړه پېښه رامخې ته نه شوه۔ ده ووئيل د ټاكنو په سوليز ډول ترسره كېدو پاك پوځ او نورو قانون نافذ كوؤنكو ادارو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل د ټاكنو په سولييز ډول ترسره كېدو كښې پاك پوځ او د هېواد د سلامتيا نورو ادارو بشپړ كردار ترسره كړے دے په كوم ??ې پاكستان علماﺀ كونسل دوئي ته د عقيدت پېرزوينې ډالۍ كوي۔ ګاونډي هېوادونو سره د غوره اړيكو په اړه د ي??ې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پاكستان ټول سياسي ګوندونه د عرب اسلامي هېوادونو په شمول ټولو ګاونډي هېوادونو سره د ښ?? اړيكو په ساتلو متفق دي۔