اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دي چې په پاکستان كښې ټولټاكنې په ??ولیيز ډول او بریالیتوب سره ترسره شوې، د مستحكم او جمهوري ټولنې عزم سره وكړې شوې٬ د ټولټاكنو په ??ړه د ځینو هيوادونو او تنظيمونو څرګندونې نه رد كيدونكي حقيقتونه له پامه غورځوي٬ د انټرنیټ بندول ترهګرۍ څخه ساتنې لپاره وو۔ د خالي په ورځ په ??اري شوي يو بيان كښې د خارجه دفتر وياندې ووئيل چې د ټولټاكنو په ??ړه د ځينو هېوادونو او تنظيمونو بيانونه مو ليدلي دي او په ??ې بيانونو كښې په منفي لهجه راته حېرانتيا شوې ده٬ ځينې بيانونه د ټاكنو پېچلې عمل تر نظر لاندے نه ساتي او نه دا تسليموي چې د كروړونو په ??مېر پاكستاني وګړي دې آزادۍ جوش او جذبې سره د ووټ حق وكاروي۔ دا بيانونه نه رد كېدونكو حقيقتونو څخه سترګې پټوي۔ دې ووئيل ټول ټاكنې په ??ولييز ډول او برياليتوب سره ترسره شوې٬ د غېر ملكي سپانسر شوې ترهګرۍ څخه امنيت ته په پېښو خطرو قابو وموندلے شو۔ دې ووئيل ځينې بيانونه حقيقت سره هېڅ تعلق نه لري٬ په ګرد هېواد كښې انټرنېټ نه وو بند كړے شوے بلكې ??وازې د پولنګ په ورځ موبائل سروس بند كړے شوے وو دغسې چې د ترهګرۍ كومه پېښه رامخې ته نه شي۔ دې ووئيل د ټاكنو مشق په ??ې اړه اندېښنې غلطې ثابت كړې دي۔ پاكستان د خپل لوظ له مخې د يو مستحكم او جمهوري ټولنې ت??كي?? كولو له ټولټاكنې كړي دي۔ دې ووئيل مونږ د خپلو ملګرو لخوا تعميري تنقيد ته د قدر په ??ترګه ګورؤ۔ ټاكنو څخه وړاندې منفي بيانونه نه خو تعميري وي او نه مقصدي۔ وياندې ووئيل پاكستان به متحرك جمهوري سياست لپاره خپل كار روان ساتي۔ د ټاكنو او د اقتدار په ??ولييز ډول منتقل كېدل به مونږ دې منزل ته لا نزدې كړي۔ دې ووئيل مونږ دا كار د چا د اندېښنو له امله نه بلكې د خپل اولس د هيلو او د خپلو مؤسسينو د وژن له مخې كوؤ۔