اسلام آباد۔5 فروری(اے پی پی) نګران داخله وزير ډاكټر ګوهر اعجاز وئيلي دي چې په امنيتي ځواكونو او عامو وګړو بريدونه كوؤنكي ترهګر د كوم هم رعايت مستحق نه دي۔ د داخله وزارت لخوا د ګل په ورځ جاري شوي بيان كښې ده په ډېره اسماعيل خان كښې په پوليس ??ټېشن د ترهګر بريد غندنه كولو سره د دې په نتيجه كښې د لس پوليس ??هلكارو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه?? ده ووئيل د ملت مېړنو فرزندانو د هېواد او قام ساتنې لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړه٬ شهيدانو ته سلام وړاندې كوؤ او د هغوي لوړو درجو له لاس په دعا يؤ۔ ډاكټر ګوهر اعجاز ووئيل چې د شهيدانو د كورنيو په غم كښې يو برابر شريك يؤ او په بريد كښې د ژوبل شويو 6 ځوانانو زر روغتيا له دعا كوؤ?? ده زياته كړه چې پوليس ?? ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ځانګړې قربانۍ وركړې كړي۔ نګران داخله وزير ګوهر اعجاز ووئيل چې امنيتي ځواكونه او عام وګړي په نخښه كوؤنكي ترھګر د كوم هم رعايت مستحق نه دي٬ ټول اولس د ترهګرۍ په ضد جنګ له يو موټے دے او كه پاك پروردګار ته منظور وي هېواد څخه به د ترهګرۍ نوغې ختم كړؤ۔