اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د پاکستان او سري لنکا ترمېنځه د اولسي او كلتوري تړون د لا زياتولو په حاجت زور رواړولو سره وئيلي چې سري لنكا سره د دوه اړخيزه تجارتي حجم به زياتول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده سري لنکا لپاره د پاکستان ن??مولي شوي هائي کمش??ر مېجر جنرال (ر) فهيم العزيز سره په خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ دوي سره په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې د خاص اهميت وړ دي٬ د دواړو هېوادون?? ترمېنځه د اووه لسيزو راهسې اړېكې دې او د دې په اولسي او كلتوري كچه لا زياتولو ته اړتيا ده، سري لنکا سره به معاشي٬ تعليمي او كلتوري تړون لا قوي كول وي او د يو بل سره د خېرسګالۍ جذبات به په قوي اقتصادي تړون كښې بدلول وي۔ ده پاکستان كښې د بدھ مت ورثې د ځايونو سېلګرۍ په اهميت رڼا واچوله۔ په دې موقع صدر مملکت مېجر جنرال (ر) فهيم العز??ز له په سري لنکا كښې د پاکستان پ?? هائي کمشنر نومول كېدو مباركي هم وركړه