اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د اط??اعات او خپرونو وفاقي سېكرترې شاهيره شاهد په ټولټاكنو كښې د ضابطه اخلاق په اهميت رڼا اچولو سره وئيلي دي د ميډيا پشمول د ټولو شراكتدارو بنيادي ذمه واري ده چې د لارښونې خپلو اصولو ته پام لرنه وكړي دغسې چې انتخابي عمل او دې سره اړوندې هلې ځلې په ښه ډول ترسره شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ د پرېس انفارميشن ډيپارټمنټ (پي آئي ډي) تر سېوري لا??دې “اتنخابات 2024:د ميډيا پشمول د ټولو شراكتدارو اخلاقي طرز عمل” په سرخط سېمينار په لړ كښې د درېم سېمينار او مباحثې ګډون كوٶنكو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ سېمينار ته د اط??اعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضي?? سولنګي او پي آئي او ډاکټر طارق محمود هم وېنا وكړه٬ د پېنل ډسکشن نه وړاندې او په د??ېم پړاٶ كښې د الېكشن كمېشن وياند سيد نديم حېدر٬ د تعليم پوهانو او سينئر خبريالانو برخه واغسته او په ضابطه اخلاق٬ ميډيا او د اكېډميه په كردار ئې رڼ?? واچوله او په زړه پورې تجويزونه ئې وړاندې كړل ۔ د اط??اعات سېكرترې د ګډون كوٶنكو هركلي كولو سره په دې مهمه موضوع د سېمينار او پرله پسې د درېم سېمينار په كاميابۍ پي آئي او او د پي آئي ډي ډلې د هلو ځلو ستائنه هم وكړه