اسلام آباد۔13جنوری(اے پی پی) د پا??ست??ن علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي چې د پاك پوځ او حكومت لخوا د مظلوم فلسطيني ورونړو خوېندو مرستې لپا??ه د مرستې سامان څلورمه جوپه نزدې 20 ټنه سامان روان كړے شوے دے په كوم كښې چې د زمكيزو ضرورتونو له مخې سرجيكل/ طبي سامان او د اوچ خوراكي توكو سره س??ه د حفظان صحت كټس هم شامل دي۔ د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل پا??ست??ني حكومت تر دې دمه د غزه ځپلي اولس لپاره 220 ټنه د مرستې سامان لېږلے دے۔ ده ووئيل د فلسطيني اولس بشپړه ملاتړ كوؤ او په غزه كښې د عامو وګړو او په خاص توګه د مېرمنو او ماشومانو په ضد د اسرائيل لخوا روان بربريت ٬ ظلم او زياتې او د طاقت بې درېغه كارول د غندنې وړ دي كوم چې چرې هم قبلولے نه شي۔ ده ووئيل پا??ست??ن د سوئيلي افريقا لخوا په نړيوال كورټ آف جسټس كښې د فلسطيني اولس د نسل كشۍ بشپړه ملاتړ اعلان كوي او پا??ست??ن به تر هغه وخت فلسطيني اولس سره څنګ په څنګ ولاړ وي تر كومې چې دوئي ته يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست چې پلازمينه يۍ القدس شريف وي ترلاسه شوے نه وي۔ ده زياته كړه چې پا??ست??ن به فلسطيني اولس د روان ظلم او زياتي ??ه هره كچه غندنه كوي۔