لاهور۔6جنوری (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) د اطلاعاتو سېكترې او د اطلاعاتو او خپرونو پخوانۍ وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې نواز شريف به پاكستاني اولس ??ره په ګډه هېواد د پرمختګ په لاره روانوي٬ ټاكنې به كه لويے څښتن ته منظور وي ضرور كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د خالي په ورځ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت څخه بهر ميډيا ??ره خبرو كښ?? وكړه۔ دې ووئيل د فرورۍ په 8 مه نېټه به ټاكنې په هر صورت كښې كېږي ، رايې به يو وارې بي?? د ښو ورځو بېرته راوستلو له كارولې شي٬ نواز شريف به اولس ??ره په ګډه هېواد د پرمختګ په لاره روان كړي۔ دې ووئيل نون ليګ تېره ورځ په سېنېټ كښې د ټاكنو ځنډولو قرارداد مخالفت وكړو٬ دا خلق دننه غلې ناست وي او بهر چغې وهي٬ پي ټي آئي د ټاكنو مخنيوي له تر لاهور هائي كورټ رسېدلې۔ دې ووئيل مسلم ليګ (ن ) په كال 2018 ء كښې په سختو حالاتو كښې ټاكنو كښې برخه واخسته۔ دې ووئيل د پي ټي آئي مؤسس په آرټيكل كښې ليكلي چې زما ګوند ته لېول پلېئنګ فیلډ و??كو??ے نه شي٬ په حقيقت كښې نواز شريف ته كله هم لېول پلېئنګ فیلډ نه دے وركړے شوے۔ دې ووئيل مسلم لیګ( ن) ټاكنو لپاره چمتو دے ٬ د اولسي غونډو شېډول به رارونه اونۍ كښې رامخې ته شي۔ دې ووئيل په 8 مه فرورۍ پاكستان د 9 مئی كسانو څخه بچ كېدو ??ره د 28 مئي مشرتابه پلو روان دے۔