اسلام آباد۔28اکتوبر(اے پی پی) په تركيه كښې پاكستاني سفير ډاکټر یوسف جنېد وئيلي دي چې په فلسطين او كشمير كښې د اوږدې مودې شخړو تريخ حقيقت رامخے كوؤ چې نړيوال نظام د خپلو لوظونو په پاللو كښې ناكامه پاتې شوې دې٬ پاكستان به د كشميري اولس د آزادۍ جائز مقصد كښې د هغوي سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملا??ړ روان ساتي٬ د كشمير په مسئله د پاكستاني د اصولي موقف په ملاتړ د ترك حكومت مننه كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په استنبول كښې د كشميري اولس تورې ??رځې په موقعه د ترکیه یوت فائونډېشن( ټی یو جی وی اے) تر اهتمام لاندې د زده كوؤنكو نړيوالو تنظیموں او سول سوسائټی کنونشن ګډون كوؤنكو ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په 27 اکتوبر 1947 هند سري نګر ته خپل پوځونه لېږلو سره په جموں وكشمير قبضه كړې وه كومه چې تر دې دمه روانه ده۔ ده ووئيل په فلسطين او كشمير كښې د اوږدې مودې شخړو تريخ حقيقت رامخے كوؤو چې نړيوال نظام د خپلو لوظونو په پاللو كښې ناكامه پاتې شوې دې٬ ولې ??ې د دوئي د بې ګناه وژل كېدو لړۍ هغه هغسې روانه ده۔ پاكستاني سفير د دې خبرې ??خلې وكړو چې پاكستان به د كشميري اولس تر آزادۍ ترلاسه كولو د دوئي د سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملا??ړ روان ساتي۔