اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د صحت لنډمهاله وفاقي وزير ډا??ټر نديم جان وئيلي دي چې د لاهور په ماحولياتي نمونو كښې د پوليو وائرس تصديق٬ بيا بيا په ماحولياتي نمونو كښې د وائرس موجودګي د تشويش وړ خبره ده۔ د شورو په ورځ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د?? ووئيل چې په لاهور كښې په ماحولياتي نمونو كښې د پوليو وائرس تصديق شوېدے٬ وائرس په جنياتي توګه د افغانستان په قندهار ولايت ك??ې تصديق شوې وائرس سره تړون لري۔ ده ووئيل د پوليو په ضد جنګ كښې پاكستان او افغانستان په ګډه كوټلې لا??حه جوړوي٬ د تېر كال راهسې په هېواد كښې د پوليو كېسز په شمېره كښې كمې راغلے دے۔ ډا??ټر نديم جان ووئيل په ماحولياتي نمونو كښې بيا بيا د وائرس ترلاسه كېدل د تشويش خبره ده٬ د پوليو په صورتحال مو ??ظر ساتلے دے٬ د پوليو پروګرام د ټاپ اېكسپرټ په بنو كښې تعينات شوېدے او دوي ته د وائرس خپرېدو لاره نيولو لپاره ټارګټس وركړې شوې د??۔ ده ووئيل لاهور څخه سږ كال درېمه ماحولياتي مثبت نمونه تصديق شوې د?? چې ورسره تر اوسه په پاكستان كښې د مثبت نمونو شمېره 17 ته رسېدلې د??۔ ډاكټر نديم جان مور پلار ته اپيل كړے دے چې د پوليو كمپائن په مهال كوچنيانو ته د پوليو څاڅكي ضرور وركړي