اسلام آباد۔15اکتوبر (اے پی پی) نګ??ان وزيراعظم انوارالحق كاكړ د حكومت لخوا د پنبې د ټاكلې نرخ نه په كم د اخستو نوټس اخستلو سره ټرېډنګ كارپورېشن آف پاكستان څخه په سمدستي توګه رپورټ غوښتے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جا??ي شوي بيان له مخې نګ??ان وزيراعظم ووئيل حکومت د کروندګرو د ملاتړ لپاره د پنبې لږ تر لږه بيه ټاکلې وه خو ليدل کيږي چې په ځينو ځايونو کښې پنبه دې څخه هم په زياته ټيټه بيه اخيستل کيږي۔ ده ووئيل په هېواد كښې د پنبې ښه فصل كېدل خ??شبين دي خو د دې ټوله ګټه بايد كرونده ګرو ته ورسولې شي۔ وزيراعظم ټ??ېډ کارپورېشن آف پاكستان ته د نوټس اختسلو او په سمدستي توګه د رپور وړاندې كولو هدايت وكړو۔