پېښور ۔13اکتوبر(اے پی پی)نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي د پاکستان سالميت لپاره به د كومې هم قربانۍ څخه سرغړونه نه كوو ٬ د هېواد بهترۍ لپاره به مونږ له خپلې ذاتي ګټې وروستو كول وي٬ د خېبر پښتونخوا مسئلو حل كولو كښې به بشپړه مرسته كوؤ٬ د خېبر پښتونخوا اولس د ترهګرۍ په مړانه مقابله كړې ٬ د شهيدانو قربانۍ هېرولې نه شوو ٬ د افغانستان پشمول ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيکې غواړؤ، غيرق??نو??ي بهرنيو وګړو له به بېرته تلل وي۔ ده د جمعې په ورځ د پېښور دورې په مهال د ايوان صنعت او تجارت پلاوي او ميډيا سره خبرې كولې۔ د پېښور دورې په مهال د چېمبر آف كامرس لخوا نګران وزيراعظم ته روايتي پګړۍ په سر كړې شوه۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د وزيراعظم پېښور ته د راتګ هركلے ??كړو۔ په دې موقع پلاوي سره خبرو كښې وزيراعظم انوارالحق كاكړ وو??يل اردو زمونږ ملي ژبه ده چې له امله يې ټول قامونه يو بل سره تړلي دي٬ د پاكستان ټولې مقامي ژبې زمونږ دي، پېښور ماته لكه خپل كور ښكاري٬ په خېبر پښتونخوا كښې زما ډېر ملګري دي٬ د?? ووئېل كېډټ كالج كښې د زده كړو ترلاسه كولو په مهال چې ماته دلته كومه مينه ترلاسه شوې د هغې له امله دا صوبه زما زړه ته زياته نزدې ده٬ د خېبر پښتونخوا اولس ته په وفاق كښې يو ځانګړے مقام ترلاسه دے٬ د?? ووئېل دا خلقد صداقت ٬ زړه ورتيا او خوارۍ صفات لري٬ د ترهګرۍ په ضد تاسو په مړانه مقابله كړې٬ ستاسو قربانۍ وركولو سره پاكستان بيا په خپلو بنيادونو اودرولے دے۔ د?? وو??يل د صفوت غيور قبر له په ورتللو دا پېغام وركول غواړؤ چې مونږ د هغه د قربانۍ په بدل كښې هغه ته يواځې احترام او ??زت وركولے شوو٬ دې نه زياته د هغه د قربانيو كومه بدله نه شي كېدې۔ د?? وو??يل د صفوت غیور په څير 90 زره پاكستانيانو د خپلو ځ??نو??و قرباني وركړې ٬ د شهيدانو قربانۍ كله هم نشو هېرولې۔ د?? وو??يل مونږ له به دا پرېكړه كول وي چې آيا يو نسل قرباني وركولو سره د راتلونكو نسلونو سباؤن محفوظ كولې شي؟ د?? وو??يل دې هېواد لپاره ځينې كسانو د ځ??نو??و قرباني وركړه او دلته هغه هم شته كوم چې ټېكس وركولے ??ه شي۔ د?? وو??يل مسئلې به د خبرو د لارې حل كوؤ او د رابطو لړۍ به روانه وي۔ د?? وو??يل د ضم شوو ضلعو مسئلو حل لټولو له به د چين دورې څخه وروستو ذمه وارو چارواكو سره ملاقات كوم۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې د?? وو??يل ما د سوئيلي وزيرستان په شمول د ضم شوو ضلعو په راپور كښې چرته د كورونو سوزېدل ونه ليدل۔ ده چيف سېكرتري او آئي جي ته هدايت وكړو چې هغوي په حقائق اډانه رپورټ مرتب كړي٬ چرته چې داسې پېښې رامخې ته كېږي نو د دې به مخه نيولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم وو??يل تحریک طالبان پاکستان سره به هېڅ قسم خبرې نه كېږي٬ دوي بې ګناه وګړي په نخښه كوي او د پاكستان رياست د دوي په ضد كارروائي كوي۔ د?? وو??يل د ترهګرۍ د نوغي ويستلو عزم لرؤ۔ په غېر ق??نو??ي توګه پاكستان كښې د مېشته افغان كډوالو بېرته تللو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې د?? وو??يل 17 لکه رجسټرډ افغانان پاكستان كښې ژوند كوي٬ دوي بېرته نه لېږلے ??ېږي ٬ يواځې غېر ق??نو??ي مېشته بهرني وګړي به لېږلې شي۔ د?? وو??يل افغانستان سره د سفارتي آداب له مخې ښې اړيكې غواړو دغسې چې د وېزې او سفري دستاوېزات لاندې د دواړو هېوادونو اولس د يو بل هېواد ته تګ راتګ وكړے شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې د?? وو??يل نواز شریف د عدالتي پرېكړې لاندې بهر هېواد تللے ??غه چې كله بېرته راشي نو د ق??نو?? له مخې به نګران حكومت عمل كوي۔ د?? وو??يل الېكشن كمېشن چې ټاكنو له كومه نېټه وټاكي مونږ به د هغې له مخې خپله تياري بشپړوو۔ د?? وو??يل د افغانستان مسئلو او چېلنجز څخه مونږ هم خبر يوو٬ په افغانستان كښې د اربونو ډالرو مصرف كېدو باوجود د ترهګرو ډله قابو نه كړې شوه۔ د?? وو??يل د غېر ق??نو??ي مېشته بهرنيو وګړو خپلو هېوادونو ته تلل د كوم بدل اخستو يا دښمنۍ دلاسه نه بلكې د جرائمو ٬ ترهګرۍ او سماجي خرابو او نورو چېلنجونو دلاسه دي۔ د فلسطين صورتحال په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم وو??يل د اسلامی مرستې تنظيم (او آئی سی) سره به رابطه كښې يوو۔ د ډالر په بيعه كښې د كمي په اړه د?? وو??يل دې سره د پاكستان په بهرنيو قرضو كښې د 4 زره اربه روپو كمے رامخې ته شوے ۔ د?? وو??يل د چینو او غوړو په شمول د خوراك څښاك نورو څيزونو په بيعو كښې كمے راغلے ?? د پټرول بيعه هم ټيټه شوې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښی د?? وو??يل په الېكشن كمېشن كښې رجسټرډ ټولو ګوندونو ته دا حق ترلاسه دے چې هغه ټاكنو لپاره خپل كانديدان اودروي ، كوم هم رجسټرډ ګوند د ټاكنو عمل څخه بهر كېدے نه شي۔