پیښور 13 اكتوبر (اے پي پي)نګران وزيرا??ظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي د حكومت په وخت اقدامات څخه دامريكائي ډالر بيعه كښې كمے راغلے ٬د قاچاق او ذخير?? اندوزۍ مخ نيوي كښې د پاك پوځ لخوا وړاندې كړی مرسته د ستائنې وړ ده٬قاچاق او كرپشن بيخي زغملے نه شو٬د خېبرپښتونخوا پوليس او كاؤنټر ټيررازم ډيپارټمنټ قوي كولو لپاره د اقدامات كولو ضرورت دے٬د ترهه ګرۍ پیښو مخ نيوي لپاره د خېبرپښتونخوا پوليس او انتظاميې هڅې د ستائنې وړ دي٬مونږ به چا له هم اجازه ورنه كړو چې كوم تنظيم يا ډله وسله پورته كړي او د رياست رټ چېلنج كړي٬وفاقي او صوبائي حكومتونه په نېشنل ايكشن پلان عملدرآمد لپاره هڅې كوي۔د وزيرا??ظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې د وزيرا??ظم په مشرۍ كښې د خېبرپښتونخوا چارو په اړه مهمه غونډه د جمعې په ورځ په ګورنر هاؤس پېښور كښې وشوه۔وزيرا??ظم ته د خېبرپښتونخوا امن او امان د تازه صورتحال په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔د غونډې ګډون كوونكو سره په خبرو كښې وزيرا??ظم ووئيل د حكومت په وخت اقدامات څخه دامريكائي ډالر بيعه كښې كمے راغلے ٬د قاچاق او ذخير?? اندوزۍ مخ نيوي كښې د پاك پوځ لخوا وړاندې كړی مرسته د ستائنې وړ ده۔وزيرا??ظم ووئيل قاچاق او كرپشن بيخي زغملې نه شو۔وزيرا??ظم ووئيل په پاكستان كښې په غېر قانوني توګه مېشته كسان بېرته لېږو خو دا خيال دې وساتلے شي چې په قانوني توګه مېشته غېر ملكيانو ته په دې اړه كوم مشكلات نه وي۔ده ووئيل مونږ امر كړے چې د امن او امان او امنيتي صورتح??ل ښه والي لپاره به هر ممكن وسائل كارولے شي٬٬د خېبرپښتونخوا پوليس او كاؤنټر ټيررازم ډيپارټمنټ قوي كولو لپاره د بشپړه اقداماتو كولو ضرورت دے۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ پیښو مخ نيوي لپاره د خېبرپښتونخوا پوليس او انتظاميې هڅې د ستائنې وړ دي۔وزيرا??ظم ووئيل مونږ به چاله هم اجازه ورنه كړو چې كوم تنظيم يا ډله وسله پورته كړي او د رياست رټ چېلنج كړي۔ده هدايت وكړو چې پوليس ته دې جديد آلات وركړے شي دغسې چې د ترهه ګرۍ په بشپړه ډول مقابله وكړې شي۔ده ووئيل وفاقي حكومت به د خېبرپښتونخوا حكومت ته هر ممكنه آسانۍ او وسائل وركوي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې وسله والو ځواكونو او پوليس لازوال قربانۍ وركړې دي٬ټول قام امنيتي ځواكونو او پوليس سره ولاړ دے٬وفاقي او صوبائي حكومتونه په نېشنل ايكشن پلان عملدرآمد لپاره هڅې كوي۔وزيرا??ظم خېبرپښتونخوا ته د ورمخې ته شوو مالي او نورو مسئلو حل كولو باور وركولو سره ووئېل د صوبې مالي مسئلو او د نوو ضم شوو ضلعو مسئلو په اړه به حكمت عملي تيارولې شي۔په غونډه كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي٬د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله اعلٰی وزير ا??ظم خان٬صوبائي وزيرانو سيد مسعود شاه٬بېرسټر فيروز جمال٬جسټس(ر)ارشاد قيصر٬احمد رسول بنګش٬آصف رفيق٬ډاكټر نجيب الله٬ډاكټر محمد قاسم جان٬جسټس(ر)ارشد حسېن شاه٬سيد عامر عبدالله٬انجينئر عامر نديم دراني٬انجينئر انحمد جان٬د وزيراعلٰی صلاحكارانو ډاكټر رياض انور٬ډاكټر سرفراز علي شاه٬د وزيراعلٰی خاص مرستيال ظفر الله خان٬د خېبرپښتونخوا چيف سېكرټري نديم اسلم چوهدري او اړوندو سركاري افسرانو ګډون كولو