اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي)د اسلامي مرستې تنظيم(او ??ئي سي)اسسټنټ سېكرټري جنرل(سياسي)او جمو كشمير لپاره خاص استازي ??وسف ??لدوبے د پاكستان په سركاري دوره راغلے۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئېل تېره ورځ هغه د خارجه سېكرټري محمد سائرس سجاد قاضي سره ملاقات كړے او د ايډېشنل خارجه سېكرټري(يو اين او )سفير سيد حېدر شاه سره ئې تفصيلي خبرې اترې كړي۔ده د خارجه چارو د سېنېټ قائمه كمېټۍ سره هم ملاقات كړے۔وياندې ووئيل خاص استازي ??وسف ??لدوبے نن د پاكستان وزيراعظم او خارجه وزير سره ملاقات كوي٬هغه به د آزاد جمو كشمير هم دوره كوي۔دې ووئيل دا دوره د مارچ 2022 ايكش?? پلان له مخې ده كومه چې او ??ئي سي رابطه ډلې د جمو كشمير په اړه خاص ايلچي ته د زمكېز صورتحال په اړه معلومات ترلاسه كولو لپاره د منطقې كلنو دورو په اهتمام كولو مينډېټ وركړے ؤ دغسې چې هغوي د خارجه وزيرانو كونسل ته خپل مشاهدات او راپور وړاندې كړي