اسلام آباد۔24ستمبر(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد ط??هر محمود اشرفي په موریطانیه كښې نړيوال كنفرنس ته خپل خطاب كښې په دويمه ورځ د كشمير او فلسطين مسئله پ?? بشپړه ډول رامخې ته كړه۔ د اتوار په ورځ ترلاسه شوي يو بيان كښې وئيلې شوي دي چې په كنفرنس كښې ??ډون كوؤنكو نړيوالو لارښودو په ښه افكارو لرلو په ??وي?? كچه د ده ستائنه وكړه۔ په دې كنفرنس كښې د 65 هېوادونو استازو ګډون وكړو۔ ده پ?? دې خبره زور راوړو چې د كشمير او فلسطين مسئلو حل لپاره د اسلامي نړۍ يو والي ته اړتيا ده۔ ده پ?? سولييزو مذاكراتو د باور څرګندونه كولو سره ووئيل اسلامي نړۍ مكالمه مهمه ګڼي خو د خپلو مقدس صحيفو بې حرمتي زغملې نه شي۔ ده پ?? دې خبره هم زور راوړو چې او آئي سي او ملګرو ملتونو له به د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ته وده وركولو له پ?? ګډه هڅې كول وي۔ حافظ محمد ط??هر محمود اشرفی په او آئي سي او ملګرو ملتونو زور راوړو چې هغه دې د مقدس اقدارو تحفظ باوري كړي٬ د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ته وده وركولو له دې د دې چارو حوالې سره فعاله ګامونه پ??رته كړي۔