اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي چې د موسمياتي بدلون د م??في اثرات نه محفوظ پاتې كېدو لپاره به فعاله اقدامات كول وي ٬ د ګاز په نړيوال اخراج كښې د پاكستان برخه د يو فيص?? نه د كمې پاتې كېدو باوجود پاكستان د موسمياتي بدلون اثراتو له امله ځپلې شوېدے٬ د موسمياتي بدلون د مسئلو مخنيوي لپاره به د سياست نه پرته قامي جذبې سره كار كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شجركارۍ كمپائن پېل په موقع خپله وېنا كښې و??ړه۔ وزيراعظم ووئيل اسلامي تعليماتو مونږ ته د بندګانو د حقونو ، د پاك پروردګار د حقونو او د نباتاتو د حقونو درس راكوي ٬ د دې نعمتونو بايد قدر وكړے شي او د موسمياتي بدلون اثراتو څخه بچ كېدو پلو پام وګرځولے شي۔ ده ووئيل د آلودګي او ماحول متاثره كوٶنكو نورو عواملو دلاسه م??في اثرات پېدا كېږي چې نتيجه ئې مونږ كله د سېلاب٬ كله د زلزلې او كله د نورو ??در??ي افتونو په صورت كښې و??نو ګورو۔ وزيراعظم ووئيل د ګازونو په نړيوال اخراج كښې د پاكستان برخه د يو فيص?? نه هم كمه ده خو بيا هم تېر كال د سېلاب دلاسه زيات زيان شوے دے ٬ مونږ له به د موسمياتي بدلون د مسئلو لاره نيولو لپاره د سياست نه پرته قامي جذبې سره كار كول وي ا?? سياسي ګوندونو٬ سول سوسائټۍ او نورو ډلو له به د موسمياتي بدلون مسئله حل كول خپله ترجيح جوړول وي۔ ده ووئيل سركاري څانګو او نورو رياستي ادارو له به هم په دې لړ كښې خپل كردار لوبول وي