اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د بېن الحكومتي تجارتي لېن دېن (سي سي او آئي جي سي ټي) لپار?? د ??ابينه كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ ش??ې چې پكښې وفاقي وزيرانو سيد فېصل علي سبزواري، سيد نويد قمر، خرم دستګير خان، د پټروليم وزير مملکت مصدق مسعود ملك، د وزيراعظم سلاحكار طارق باجوه، ريونيو لپار?? د ??زيراعظم خاص مرستيال طارق محمود پاشا، د خزانې سېكتر ، د مېري ټائم افيئرز سېكتر، د قانون او انصاف سېكتر٬ د تجارت سېكتر او نورو لوړ پورو ګډون كړې۔ كمېټۍ د بېن الحكومتي تجارتي لېن دېن اېكټ 2022 له مخې په کراچۍ پورټ ټرسټ (کے پي ټي) كښې په اېسټ وارف كښې د بلك او جنرل کارګو ټرمينل ودې لپاره په مرستګ?? د ??تحده عرب امارات او د پاکستان د ح??وم??ونو ترمېنځه د G2G لوظنامې پحقله د سمندري چا??و وزارت په سمرۍغور وشو۔ کمېټۍ د تفصيلي بحث نه پس په فرېم ورك اېګرېمنټ د مذاكراتو اجازه وركړه او يوه كمېټي ئې جوره كړه چې په كښې د قانون او انصاف سېكتر٬ د مېري ټائم افېئرز سېكتر او د خزانې او خارجه وزارتونو نمائندګان شامل وي څوك به چې د يو اے اي حكومت سر?? د ??رېم ورك د لوظنامې په مسوده خبرې اترې كوي