اسلام آباد 12جولائی(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د نائنتھ ایونیو د فلائي اوور بنياد تيګه اېښودلې۔ په دې لړ كښې د شورو په ورځ په خاص دستوره كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف د فلائي اوور د بنياد تيګه كېښودله۔په دستوره كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله٬د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب٬د ??سل?? ليګ(ن)لارښود حنيف عباسي٬د سي ډي اے چيئرمېن نور الامين مينګل او د پ??نډ?? او اسلام آباد سره تعلق لرونكو د ??سل?? ليګ(ن)نور لارښود هم موجود وو۔د سي ډي اے چيئرمېن وزيراعظم ته د پروژې په اړه بريفنګ ور??ړو۔وزيراعظم ته ووئيل شو چې د پروژې بشپړېدو څخه به د ټرافېك په روانۍ كښې آساني ترلاسه شي او شاهين چوك به يو فري چوك جوړ شي٬په پروژه به دوه اربه روپۍ لګښت راځي۔په ابتدائي تو??ه د دې پروژې بشپړېدو موده 8 مياشت مقرر كړی وه خو د وزيراعظم په هدايت به دا په دريو مياشتو كښې بشپړولې شي۔شاهين چوك فلائي اووربه اليونته ايونيو٬مارګله ايونيو٬نائنته ايونيو او سري نګر هائي وے يو بل سره وتړي