اسلام آباد 11جولائی (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف په سټېټ بانك كښې د دوه اربه ډالرو په كېښودلو د سعود?? ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان مننه كولو سره وئېلي دي چې د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه به د آئي ټي٬توان٬ بنيادي اډانې او د ليبر پشمول مهمو څانګو كښې همكارۍ ته وده وركول وي۔ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده سعودي سفير نواف بن سعيد احمد المالكي سره په خبرو كښې وكړه كوم چې ده سره د نهې په ورځ ملاقات وكړ??۔و??يراعظم د پاكستان پ?? مضبوط مالي ملاتړ كولو د سعودي مشرتابه مننه وكړه چې له امله يۍ آئي اېم اې?? سره د پاكستان د لوظ نامې محفوظ جوړول ممكن شوو۔ وزيراعظم سفير ته ووئيل چې هغه دې د پاكستان لخوا د ولي عهد او د وزيراعظم محمد بن سلمان خصوصي مننه وكړي۔ وزيراعظم د دې خبرې پخلې وكړو چې پاكستان د سعود?? ولي عهد محمد بن سلمان دورې ته لېواله دے