اسلام آباد 11جولائی (اے پ?? پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې پاكستان او چين تل په سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړې او د شريكې ګټې په چارو يې د يو بل پياوړی ملاتړ كړے دے۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې ده ددې خيالاتو څرګندونه ?? چين ناظم الامور پانګ چنكسو س??ه په خبرو كښې وكړه كوم چې ده سره د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔وزيراعظم ده ته د كميونسټ پارټي آف چائنه 102مې سالګرې مباركي وركړه او د كميونسټ ګوند د مشرتابه لخوا يۍ د پاكستان د يو والي٬ سلامتيا او اقتصادي پرمختګ ملاتړ كولو مننه وكړه۔?? چين صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي كي كيانګ سره د خپلو ملاقاتونو ذكر كولو س??ه وزيراعظم د د??ه اړخيزه اړيكو پياوړې كولو له ?? چين د مشرتابه كلك عزم ستائنه وكړه۔ پاكستان لپاره ?? چين د حكومت لخوا د نيكو هيلو او د مرستې ذكر كولو س??ه ?? چين ناظم الامور په دې خبره زور راوړو چې پاكستان ?? چين د باور وړ او په زړه پورے دوست هېواد دے۔ ده ووئيل ?? چين حكومت او د كميونسټ ګوند په خارجه پالېسۍ كښې پاكستان خاص مقام لري او مونږ په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته لا وده وركول غواړو۔د ګلوبل ډوېلپمنټ انيشيټيو “جي ډي آئي” د اعلٰی كچې فورم كښې په ورچوئل ګډون د وزيراعظم مننه كولو س??ه ?? چين ناظم الامور د د??اړو هېوادونو د مشرتابه د وژن له مخې په پاكستان كښې د جي ډي آئي په منصوبو عملدرآمد لپاره ?? چين د عزم څرګندونه وكړه۔ده په دې خبره زور راوړو چې سي پېك بېلټ اينډ روډ انيشيټو يوه مهمه منصوبه ده او ?? چين مشرتابه به په دې منصوبه عملدرآمد لپاره د پاكستاني حكومت د هڅو ملاتړ روان ساتي۔ده د دې خبرې پخلې وكړو چې چين پاكستان يو مهم اقتصادي همكار ګڼي او د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ او مالي استحكام لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي