پېښور/اسلام آباد/پېنډۍ 29 جون (اے پي پي) د پېښور٬ اسلام آباد او پېنډۍ پشمول د ګرد هېواد په لويو ښاريو او سرښارونو چې پكښې كراچۍ٬ كوئټه او لاهور شامل دې كښې لوے اختر مذهبي عقيدت او احترام سره لمانځلې شوې۔ پېښور كښې د لوي اختر لويه اجتماع د مسجد ??اس?? علي او د مسجد مهابت خان نه علاوه په بېلا بېلو ځايون?? كښې په عيدګاه كښې شوې۔ په دې موقع د اسلا??ي نړۍ اتحاد٬ يوالي٬ پرمختګ او سوكالۍ په خاص توګه د هېواد سلامتيا او امن لپاره دعاګانې شوې، د اختر په خطب?? كښې علمائے كرامو د حضرت ابراهيم او د حضرت اسمٰعيل د عظيم قربانۍ په فلسفه او اهميت رڼا واچوله٬ علمائے كرامو د هېواد په بېلا بېلو برخ?? كښې د تخريبي كاروائيو كوٶنكو ترهګرو په ضد جنګ كوونكې وسله والو ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې او د پاك پوځ شهيدانو لپاره دعاګانې هم وشوې، د خېبر پښتونخوا په ټولو لويو ښاري?? كښې هم د لوي اختر د لمونځ اجتماعات شوې پكښې د هېواد سلامتيا او پرمختګ لپاره خاص دعاګانې شوې۔ پېنډۍ كښې هم د لوي اختر اجتماعات شوې٬ په دې موقع د هېواد او قام سلامتيا ٬ د اسلا??ي نړۍ سلامتيا او اتحاد او د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعاګانې شوې۔ په اسلام آباد كښې د لوي اختر لمونځ لويه اجتماع په فېصل مسجد كښې شوې د دې نه علاوه د اسلام آباد په هر سېكټر كښې په عيدګاه كښې او په جامع مساجد كښې هم د اختر د لمونځ لوے اجتماعات شوې۔ په دې موقع علمائے كرامو د هېواد پرمختګ او سوكالۍ سره سره د اسلا??ي نړۍ اتحاد لپاره دعاګانې كړې۔ د اختر لمونځ نه پس د اسلام فرزندانو په سنتې ابراهيمي عمل كولو سره د څاروو قربانۍ وكړې٬ د قربانۍ په ځناور?? كښې چيلي٬ ګډان٬ غويان او اوښان شامل وو۔ په اسلام آباد كښې د اجتماعي قربانۍ رواج عام دے خلق خپلې قربانۍ مدرسو سره كوي په دا سبب په زياتره مدرس?? كښې تر ماسپخين ناوخته د څاروو قربانۍ كېدې۔ د اختر په موقع د ګرد هېواد په سرښارنو او اسلام آباد كښې امنيت ټېنګ كړې شوې ٶ۔ په دې موقع د قربانۍ د ځناورو آلائش ځائ ته رسولو لپاره هم خاص انتطامات شوې وو۔ د يادونې وړ ده په پېنډۍ او اسلام آباد كښې قصابانو په اجرت قربانۍ كړې او په زياته بيعه ئې د قربانۍ څاروي حلال كړي