اسلام آباد 08 مئی(اے پی ??ی)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري سره پا??ستان كښې د اروپائي ائتلاف سفير رينا كيونكا د ګل په ورځ په خارجه دفتر كښې ملاقات كړے ۔د خارجه دفتر له مخې په ملاقات كښې د پا??ستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔په ملاقات كښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم خبرې شوي ۔خارجه وزير او د اروپائي ائتلاف سفير په ملاقات كښې د پا??ستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه په زياتو شوو دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه څانګو كښې د مرستې زياتولو لپاره د خپل عزم پخلے كړے۔په ??ې موقع خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي د جي ا??س پي پلس پشمول اقتصادي څانګه كښې مرسته به د پا??ستان او اروپائي ائتلاف دواړو لپاره ګټوره ثابت شي۔