اسلام آباد 19اپرېل(اے پی پی)د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي په ه??وا?? كښې د ترهه ګرۍ نوې چپه راغلې ٬امنيتي ځواكونه د دې مخ نيوي لپاره په بهادرۍ سره جنګېږي٬قام له په ګډه د ترهه ګرۍ د ناسور په ضد اودرېدل پكار دې۔ده د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې په ه??وا?? كښې په سياسي صورتحال او د ترهه ګرۍ په پېښو كښې د اضافې په اړه په تحريك بحث كښې ده ووئېل په ه??وا?? كښې د ترهه ګرۍ نوې چپه راغلې٬امنيتي ځواكونه د دې مخ نيوي لپاره په بهادرۍ سره جنګېږي٬د ترهه كرۍ له امله په ه??وا?? كښې دننه اړے ګړے زيات شوے او ه??وا?? په بهرني كچه هم مسئلو سره مخ دے او د تېر حكومت اقداماتو له امله دا چېلنجز رامخې ته شوې۔ ده ووئېل د سياسي چارو له امله دې صورتحال څخه مخ نشو اړولے ٬د غلطو اداراك كول او مخ په وړاندې تلل پكار دي۔ده ووئيل په كال 2021 كښې د افغانستان څخه ?? ناټو ځواكونو ان??لا له امله امنيتي ځواكونو قامي اسمبلۍ او د سېنېټ غړو ته ان كيمره بريفنګ وركړے ؤ ۔په دغه بريفنګ كښې وئېلي شوي وو چې د افغانستان څخه ?? ناټو ځواكونو ان??لا نه پس پ??كس??ان به د كومو چېلنجونو سره مخ وي٬د ترهه ګرو پ??كس??ان ته د راتللو اندېښنې څرګندې شوې وې ۔وفاقي وزير ووئيل د هغه وخت حكومت د تحريك ط??لبان پ??كس??ان سره خبرو اترو له راضي ؤ ٬مونږ په اپوزېشن كښې وو٬مونږ په دې مامله په ايوان كښې او نورو غونډو كښې د دې خبرو اترو مخالفت كړے ؤ ٬ ده ووئېل د هغه وخت اپوزېشن مشر او د اپوزېشن ګوندونو پارليماني مشرانو په سپينو ټكو وئېلي وو چې كوم خلق د پ??كس??ان آئين نه مني او د رياست رټ چېلنج كوي رياست دې د هغوي كوربتوب ونه كړي نو ښه به وي