ملتان۔22 فروری (اے پی پی) اولنۍ مېرمنې بېګم ثمينه عارف علوي وئيلي دي د هېواد پرمختګ لپاره بې آسرې او محرومو كوچنيانو ته د زده ??ړو آساني وركول ضروري دي٬ د زده ??ړو سره سره به دوي ته د هنر ښودلو او د مناسب خوراك وركولو اهتمام هم كول وي٬ په ګډه هڅې كولو سره مونږ د پاكستان په پرمختګ كښې لا ښه والے رامخې ته ??ولے شؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورؤ په ورځ د ”تارے زمین پر“ ایجوکېشنل سنټ?? پرانستې په موقع وكړه۔ دې ووئيل’’تارے زمین پر‘‘ ټرسټ د بې كوره كوچنيانو لپاره د ډاډ ترلاسه كېدو يو مركز جوړېږي۔ ټرسټ 250 كوچنيانو ته د زده ??ړو آسانۍ او 29 كورنيو ته ??ورونه وركولو سره سره ضرورتمندو و??ړو ته راشن او روغتونو كښې و??ړو ته د خوراك وركولو په څير نيكو كارونو كښې برخه اخلي۔ دې ووئيل دا خبره د ستائنې وړ ده چې د ټرسټ چلوؤنكي يواځې د خلقو د استوګنې نه بلكې د هغوي د كوچنيانو د زده ??ړو هم بندوبست كوي ۔ ده ??وئيل زه ټولو ته خواست كوم چې هغوي په دې غور وكړي چې څنګه په خپله ټولنه كښی د بې وزله و??ړو مرسته ??ولې شي۔ دې ووئيل د خېر ښېګړې تنظيمونو او ټولنو شتمند خلق دې خپل وخت او وسائل دې خلقو ته عطيه كړي٬ كه مونږ لږه لږه مرسته ??م وكړؤ نو دا د دې كوچنيانو په ژوند كښې زيات مثبت بدلون راوستلے شوو۔ دې ووئيل زمونږ 24 فيصده خلق ذهني فشار سره مخ دي٬ په ګرد هېواد كښې 4 ٬ 5 سوه ماهر نفسيات دي ٬ مونږ ټولو له به د ذهي دباؤ مسئلو حل لټولو كار كول وي۔ په دې موقع د “تارے زمین پر”ټرسټ مؤسس كاشف رياض او چيف اېګزېكټو آفيسر فاديه كاشف هم موجود وه۔