كراچي 15فروری(اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د بانك انشورنس په څانګه كښې د سپيځلتيا د زياتوالي په حاجت زور راوړلو سره و??ېلي د?? چې دې اقدام سره به په هېواد كښې په سرمايه كارۍ كښې اضافه و??ي او معيشت به قوي شي۔ صدر مملكت دا خبره د كراچۍ په ګورنر هاؤس كښې د وفاقي انشورنس محتسب سيوري لاندې”بانك ايشورنس كښې د سپيځلتيا او محتسب كردار په عنوان د راجوړ كړې شوې كنفرنس په مهال وكړه۔ په كنفرنس كښې د وفاقي بينكنګ محتسب كامران شهزاد٬د وفاقي انشورنس محتسب خاور جميل٬د انشورنس اېسوسي اېشن آف پاكستان چيئرمېن محمد حسېن هرجي٬د بينكنګ او انشورنس انډسټري عهديدارانو او استازو ګډون وكړو۔په دې موقع په خپله وېنا كښې صدر مملكت ووئيل چې دا د رياست فرض د?? چې د بينكنګ او انشورنس انډسټري پرمختګ او سپيځلتيا لپاره يو ريګوليټري فريم ورك رامخې ته كړي۔ ده په انشورنس انډسټري زور راوړو چې هغوي دې چيك اينډ بيلنس او فلټرنګ ميكانزم ښه كړي او پالېسۍ لرونكو ته دې د انشورنس پالېسو اجرا څخه وړاندې مناسب احتياط وكړي٬دې سره سره دې انشورنس كليمز په و??ت او په سپيځلې ډول ادا كړې شي۔صدر مملكت ووئيل چې د انشورنس سيكټر لا قوي كولو زيات ضرورت د?? او د هېواد په جي ډي پي كښې د انشورنس سېكټر مرسته لا زياتولو لپاره به اقدامات كول وي۔ ده ووئيل چې د پاكستان په معيشت كښې د انشورنس سېكټر برخه د يو فيصد نه كمه ده او په نورو سيمه ايزو هېوادنو كښې دا تر 3 فيصد ده