اسلام آباد۔12جنوری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې هېواد كښې د غنمو پراخه زېرمې شتون لري۔ هېچا ته به اجازه ورنکړې شي چې په هېواد کښې د غنمو مصنوعي كمښت پيدا کولو سره غير ??ان??ني ګټه پورته کړي٬ حكومت به بې وزله اولس لپاره د اوړو مصنوعي كمې پېدا كولو سره د ګرانۍ صو??تحال رامخې ته كوؤنكو ته بشپړه سزا وركړي۔ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپله مشرۍ كښې په هېواد كښې د غنمو او اوړو مصنوعي قلت ٬ ذخيره اندوزۍ او د ناجائزه ګتې پورته كېدو په اړه د لوړې كچې يوه بېړنۍ غونډه كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ په غونډه كښې د فوډ سيكورټي وفاقي وزير طارق بشير چيمه٬ د وزيراعظم سلاكار احد چيمه٬ اړوندو وفاقي اعلی چارواكو او د صو??و چيف سېكترانو ګډون كولو۔ وزيراعظم ووئيل هېواد كښې د غنمو پراخا ذخيرې شتون لري۔ په هېواد كښې به چاته د غنمو مصنوعي قلت رامخې ته كولو سره د بيعو زياتولو اجازه ورنكړؤ۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې صو??ې دې خپلو او د پاسكو ګودامونو څخه د غنمو فلور ملز ته په وخت رسېدل باوري كړي٬ صو??ې دې د غنمو په وخت ترسيل لپاره خپل ګورن??س پياوړې كړي۔ اړوندې وفاقي او صو??ائي ادارې دې د اوړو او غنم ذخيره كوؤنكو په ضد سخت ګامونه پورته كړي۔ حكومت به بې وزله اولس لپاره د اوړو مصنوعي قلت پېدا كولو سره د ګرانۍ صو??تحال رامخې ته كوؤنكو ته بشپړه سزا وركړي۔ وزيراعظم ووئيل په تېرو 5 ورځو كښې د حكومتي اقداماتو په نتيجه كښې د اوړو 40 كلو تروړې په بيعه كښې نزدې د 1000 روپو كمې شوې دې كومه چې يوه ښه خبره ده۔ په غونډه كښې وزيراعظم په هېواد كښې د غنمو د موجوده ګودامونو جاج واخست۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې په هېواد كښې د غنمو پراخا ذخيرې شتون لري او صو??و ته هدايت جاري كولې شي چې هغه دې پاسكو ذخيرو څخه فلور ملز ته د غنمو ترسيل لا تند كړي٬ د نورو 1.3 ملين ميټرك ټن درآمدي غنمو سټاك هم هېواد ته رارسېدلې دې او د جنورۍ تر پايې به دومره نور سټاك هم پاكستان ته راورسي۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې د روان كال د س??زن په اختتام به كېري فارورډ سټاك 1.4 ملين مېټرك ټن شي كوم به چې د نوي سيزن پېل كېدو څ??ه وړاندې د هېواد د خوراك ضرورتونو ترسره كولو له كه لويې څښتن ته منظور وي كافي شي۔ وزیرِ اعظم د غنمو په موجوده ذخيرو د اطمينان څرګندونه وكړه او صو??و ته يۍ هدايت وكړو چې د غنمو ترسيل په لړ كښې خپل ګورن??س پياوړې كړي۔