اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله خان وئيلي دي چې وفاقي حکومت د اسلام آباد هائي کورټ (آئي اېچ سي) په اسلام آباد كښې د بلدياتي انتخابات كولو د امر په ضد د انټرا کورټ اپيل دائر كولو پرېكړه كړې ده۔ د جمعې په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې وفاقي وزير و??ئيل چې حكومت په اسلام آباد كښې د بلدياتي انتخاباتو كولو په پوزېشن كښې نه دے٬ مونږ د كورټ د پرېكړې احترام كوٶ خو د انتخاباتو تابيا ممكن نه وه ځكه چې په دومره لنډ وخت كښې انتظامات نشو كېدې۔ ده ووئيل دا امر ماښام د دفتري وخت نه پس جاري شوے دے۔ ده استفسار ??كړ?? چې آيا د انتخاباتو انتظامات څنګه ممكن دي؟۔ ده ووئيل زر پولنګ سټېشن ته امنيت وركولو ته اړتيا ده او پولنګ عمله په سټېشنز تعينات نه ده او تر اوسه پولنګ ستېشنز ته انتخابي مواد نه دي رسولې شوي۔ ده ووئيل ذكر شوې پولنګ سټېشنز ته امنيت وركولو ممكن نه ٶ، ځكه چې يوازې د اسلام آباد پوليس سکيورټي وركولو لپاره كافي نه دے ۔ ده ووئيل حكومت له به امنيت لپاره رېنجرز او اېف سي تعينات كول وي۔ ده په پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) تور ??ګولو سره ووئيل چې پي ټي آئي د اسلام آباد په بلدياتي ټاكنو كښې د دوه كالو نه زيات تاخير كړے دے۔ د هېواد د مالياتي پوزيشن پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير و??ئيل په معاشي محاذ ستونزې شته خو د ديواليه كېدو خطر نشته٬ په غېر م??كي اېجنډا كار كوٶنكې سياسي جماعت د ډېفالټ كېدو ډنډورې خپروي۔ ده په پي ټي آئي او عمران خان تور ??لګولو چې دوي هېواد دښمنه عناصرو په ګډه هېواد كښې په كورنۍ او بهرنۍ كچه خلل اچوي