اسلام آباد12دسمبر(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو خاص مرستيال انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د ګل په ورځ واپډا سره د كوهستان جرګې په حتمي لوظ نامه د لاس ليك دستوره وشوه۔ د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو خاص مرستيال انجينئر امير مقام د وزيراعظم شهباز شريف مننه كولو سره ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف تر ټولو زيات كوهستان ته 10 زره مېګاواټ ارزانې برېښ??ا منظوري وركړې۔ده د كوهستان جرګې مشرانو او د واپډا چيئرمېن لېفټيننټ جنرل(ر)سجاد غني هم مننه وكړه چې د اوږدې مودې په مسئله د خبرو اترو لپاره ??ه ده باور ښكاره كړې دې۔ ده ووئيل چې د كوهستان خلك زيات مستحق دي او د امن لپاره د دوئي هڅې په زړه پورې دي۔ انجينئر امير مقام ??ه دې لړ كښې په بشپره مرسته د واپډا ټولو افسرانو هم مننه وكړه۔ ده هيله څرګنده كړه چې د كوهستان اولس او واپډا به په لوظ نامه عملدرآمد وكړي۔د وزيراعظم صلاحكار انجينئر امير مقام ??ه دې پېشرفت د كوهستان اولس ته مباركي وركړه۔د دې څخه وړاندې انجينئر امير مقام د تېر يو كال څخه ??ه دې مسئله خبرې اترې كړي او د جرګې غړو او د واپډا چارواكو سره هم ملاقاتونه شوي ۔مشرانو او د جرګې غړو د انجينئر امير مقام هڅې وستائلې او د واپډا چيئرمېن عزم يې هم وستائېلو۔په لوظ نامه د لاس ليك ??ه دستوره كښې د وزيراعظم صلاحكار انجينئر امير مقام٬د واپډا چيئرمېن٬د كوهستان جرګې غړي او د واپډا نورو اعلٰی چارواكو ګډون و??ړو۔د واپډا چيئرمېن و??ئيل چې د جرګې ټ??ل مشران د مباركۍ مستحق دي۔ده ووئيل چې د كوهستان ??ه درې ضلعو كښې به د 10 مېګاواټ پلانټ تعمير كړے شي