اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د شاعر مشرق ع??امه محمد اقبال د زېږېدنې ورځ په ښه ډول لمانځلو سپا??ښت??ې كولو سره د سېنېټر عرفان صديقي په مشرۍ كښې 22 كسيزه قامي كمېټۍ جوړه كړې۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم هدايت كړے چې د نومبر په ټوله مياشت كښې دې د علامه اقبال د ژوند٬افكار ٬تحريك٬شاعرۍ او فلسفه رامخې ته كړی شي٬كمېټي دې په درېو ورځو كښې د نومبر مياشت لپاره د هلو ځلو مرتب كولو كار بشپړ كړي۔د وزيراعظم آفس د سېنېټر عرفان صديقي په مشرۍ كښې د قامي كمېټۍ جوړولو باضابطه نوټيفيكېشن هم جاري كړے ۔په نوټيفيكېشن كښې وئېلي شوي دا به قامي تاريخ ورثه ډويژن ته په چارو ترسره كولو كښې آسانۍ وركوي۔د كمېټۍ په نورو غړو كښې ډاكټرنثار احمد چیمه، ډاكټرنفیسه شاہ، پروفیسر فتح محمد ملک، پروفیسر ډاكټرخواجه محمد زکریا، پروفیسر ډاكټررفیع الدین ہاشمی،پروفیسر ډاكټرمحمد ایوب صابر، ډاكټراسلم انصاری، ډاكټراح??ان اکبر، پروفیسر ډاك??رت??سین فراقی ، ډاكټراکبر احمد، ډاكټرطالب حسین سیال، خرم علی شفیق، ډاكټر ابصار احمد، ډاكټرم??صو?? جعفری، ډاكټرعبدالرئوف رفیقی ، پروفیسر ډاكټرعباد علی، ډاكټربادشاہ منیر بخاري ، ډاكټرخالد اقبال یاسر، محمد اکرم چغتائی، ډاكټرشاہد اقبال کامران او پروفیسر ډاكټربصیرہ عنبرین شامل ده۔