تھر 10 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان كښې د چين سفير نونګ رونګ وئيلي دي سي پېك د منطقې د سوكالۍ غوره منصوبه ده٬ سي پېك څخه پاكستان كښې د ملازمت 85 زره موقعې راپېدا شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د تهر انرجي بلاك ټو او تهر كول مائنز ټو پرانستې دستورې په مهال كړې۔ ده ووئيل تهر بلاك ون او ټو سره به د پاكستان زرمبادله بچت شي٬ د برېښنا پېداوار به زيات شي او د ملازمت موقعې به هم رامخې ته شي۔ ده ووئيل په وړومبي پړاٶ كښې د برېښنا پېداوار٬ ټرانسميشن نيټ ورك او د لارو جوړولو ته پام لرنه شوې٬ په دوېم پړاٶ كښې په زرعي څانګه كښې مرسته، صنعتي هلو ځلو كښې اضافه او د ټېكنالوجۍ منتقل كولو كار شوے ۔ ده ووئيل چين د سېلاب ځپليو مرستې لپاره هم د 90 مېليونه ډا??رو مرستې اعلان كړے٬ د ډيزاسټرمينجم??ټ پوهانو ډله هم پاكستان ته رارسېدونكې ده٬ چين او پاکستان د آئرن برادرز په توګه مخ په وړاندې تګ كونكے او پرمختګ كونكے ليدل غواړم