اسلام آباد 05 اكتوبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي سټريټ چلډرن او 20 مليونه څخه زيات سكولونو ته نه تلونكې ماشومان باقاعده په تعليمي چوكاټ كښې شاملولو او د هغوي په قيمتي ا??سا??ي وسائلو بدلولو ته ??ړتيا ده۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د انډر 16 اسټريټ چلډرن ډلي او مسلم هينډز عهديدارو س??ه په خپلو خبرو كښې وكړه۔دا ډله به اسټريټ چلډرن ورلډ كپ قطر 2022 كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ صدر د مسلم هينډز د اړخه د بې وزله ماشومانو مرستې او د هغوي صحت مند او تعميري هلو ځلو كښې د شاملولو ، مناسب تربيې ، تعليم، سماجي او مواصلاتي پوهي او اعتماد سره سره د فټ بال ټورنامنټس كښې په نړيواله كچه د سيالۍ موقع وركولو غوندې اقدامات وستائل۔ده د ډلي كاميابي ستائلو س??ه ووئيل دا ډول اقدامات د هاكي او كبډي غوندې نورو لوبو ودې لپاره هم دې وكړے شي۔ صدر ووئيل حكومت هم زيات اقدامات كوي خو پسمانده ماشومان صحت منده هلو ځلو كښې شاملولو لپاره پرائيويټ ??يكټر، اين جي اوز او د سول سوسائټۍ مرستي ته ??ړتيا ده۔ ۔ صدر د پاكستان سپورټس بورډ ته ??پارښتنه وكړه چې اسټريټ چلډرن دې د لوبو په هلو ځلو كښې شامل كړے شي دغسې چې د هغوي كردار سازي او اعتماد سازي سره سره د تربيې د لارې هغوي د نړيوال معيار لوبغاړي جوړولو له مرسته ??ر لاسه شي۔ده ووئيل پاكستان د لوبو س??ه مينه لرونكے هېواد دے او فټ بال لوبه هم د هېواد په ګوټ ګوټ كښې يو شان مقبول ده۔ده په دې خبره زور راوړو چې د لوبو وده زمونږ د ځوانانو تناؤ كمولو او صحت مند ژوند كولو له مرسته كولې شي۔دې څخه وړاندې ډائريكټر مسلم هينډز برتانيه راجه ارسلان نصرت صدر مملكت له بريفنګ وركړو۔په دې موقع صدر مملكت قامي بيرغ هم د ډلي كپتان له وركړو