اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار سره په پاكستان كښې د سعودي عر?? سفير نواب بن سعيد المالكي په فنانس ډويژن كښې ملاقات كړے ۔د خزانې وزير اسحاق ډار د سعودي عر?? سفير تود هركلے وكړو او ولي عهد شهزاده محمد بن سل??ان ته يې د وزيراعظم په نامزدګۍ مباركي وركړه۔د خزانې وزير د پاكستان او سعودي عر?? ترمينځه په بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه اړيكو رڼا واچوله۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه سماجي٬سياسي٬مذهبي او په كلتوري اقدار اډانه غېر معمولي اړيكې موجود دي۔د خزانې وزير د 3 ارب ډالره ذخيرې په رول اوور اجازه وركولو د سفير مننه وكړه ٬ ده د پاكستان د معيشت په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ په وده د سعودي فنډ هم مننه وكړه۔دغسې د سعودي عر?? سفير نواف بن سعيد المالكي د خزانې وزير ته د خزانې وزارت په چارج سنبهالولو مباركي وركړه۔ده پخوانۍ اړيكې رامخې ??ه كړی او په پاكستان كښې د شريكې سرمايه كارۍ پروژې برقرار ساتلو له د سعودي خوښۍ څرګنده كړه۔په آخر كښې د خزانې وزير محمد اسحاق ډار په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په پروژو د پېشرفت په اړه د سعودي حكومت د ملاتړ مننه وكړه