اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف به د 19 نه تر 23 ستمبر نيويارك كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په 77مه غ??نډه كښې ګډون كوي، وزيراعظم به په 23 ستمبر د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته خط??ب كوي،وزيراعظم به د ماحولياتي بدلون له امله د اوسني سيلاب په تناظر كښې پاكستان ته پېښ چيلنج په نړيواله كچه پورته كولو سره سره د ماحولياتي بدلون له امله د رامخې ته شوي خط?? په اجتماعي توګه مخنيوي لپاره د كوټلو وړاندېزونو خاكه وړاندې كوي۔ د خارجه دفتر له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف به په دې موقع نړيوال لارښود د كشمير مسئلې پشمول د سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو په اړه د پاكستان د موقف او نقطه نظر څخه خبروي۔ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډې ??ه موقع به وزير اعظم د افريقې يونين،اروپا يونين او د امريكا د اړخه په شريكه توګه د غذائي تحفظ په اړه د نړيوالو مشرانو غونډې او د كوپ 27 نړيوالو لارښودو په غ??نډه كښې ګډون هم كوي۔ وزيراعظم به د خپلې دورې ??ه مهال د بېلو هېوادونو وزير اعظمانو ،د جنرل اسمبلۍ ??در او د ملګرو ملتونو د سېكرټري جنرل په شمول د نړيوالو تنظيمونو، نړيوالو مالياتي ادارو او فلاحي تنظيمونو مشرانو سره ملاقاتونه كوي۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري به هم د وزيراعظم سره وي او هغه به بيلو دستورو كښې د ګډون كولو نه ځانله د نورو هېوادونو خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه كوي