اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) د آزاد كشمير وزيراعظم د اطلاعات خاص مرستيال چوهدري محمد رفيق نيئر وئيلي دي سيد ع??ي ګېلاني د جرات٬همت او استقامت علامت ؤ ٬د سيد ع??ي ګېلاني په شخصيت كښې پاكستان سره لازواله مينه وه۔??غه يو عظيم لارښود ؤ چا چې د ټوپكو په مينځ كښې مونږ پاكستانيان ??و او پاكستان زمونږ دے نعره پورته كړه او بيا په ټول مقبوضه كشمير كښې خپره شوه۔ده دا خبرې د آزاد جمو كشمير لبرېشن كمېشن د مېډيا څانګې تر سيوري لاندې د سيد ع??ي ګېلاني د وړومبي تلين په موقع سيمينار ته د خاص مېلمه په توګه په خپله وېنا كښې وكړې۔ده ووئيل نن چې مونږ كوم شخصيت ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوو د ??غه سياسي٬سماجي او مذهبي خذمات غېر معمولي دي٬??غه درې ځله د مقبوضه كشمير اسمبلۍ غړے هم جوړ شوے ؤ ۔ ده ووئېل ??غه يواځنې لارښود ؤ چې د اسمبلۍ د غړيتوب څخه يې استعفٰی وركړه او د آزادۍ په تحريك كښې شامل شو۔سيد ع??ي ګېلاني په مقبوضه سيمه كښې د پاكستان زنده آباد نعره پورته كړې ٬مون?? د ??غه جرات٬بهادرۍ او استقامت ته پېرزوئنې وړاندې كوو