اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي ټول قام٬سمندر پورې پاكستانيانو او نړيوالې ټولنې ته د سېلاب ځپليو د مرستې خواست كړے او وئېلې يې دي دوي دې په ټول پاكستان كښې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره راوړاندې شي كوم چې د سختو بارانونو او سېلاب له امله رېسكيو رېليف او بحالۍ ته سخت ضرورت لري۔د ايوان صدر پرېس څانګې لخوا د جمعې په ورځ په جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت وئېلي دي په ټول پاكستان كښې سېلاب د خلقو ژوند او معاش تباه كړے ??پاكستانيانو په تېر وخت كښې هم د غېر معمولي انسان دوستۍ څرګندونه كړې۔دوي دې يو ځل بيا راوړاندې شي او د سېلاب ځپليو په مرسته كښې دې برخه واخلي۔صدر ووئيل ټولې حكومتي ادارې٬اېن جي اوز او رضا كار دې د سېلاب ځپليو مرسته وكړي۔مېډ??ا دې هم قام ته د عطيې ترغيب وركړي۔صدر مملكت ووئيل تاريخي بارانونو او سېلاب ولاړ فصلونه تباه كړي٬سړكونو٬پلونو٬بندونو٬مواصلاتي نظام او بنيادي ودانۍ ته هم زيان رسېدلے دے