اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي موجوده حكومت هېواد د معيشت ريډزون څخه ويستلو كښې كامياب شوے او اوس د ريكوري پلو روان دے ٬ دغسې د سي پیك په پروژو په تندۍ سره كار روان دے۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د پال??سي انسټي ټيوټ(اېس ډي پي آئي)زير اهتمام د “CPEC-Green Development” په عنوان يو سيمينار ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔په پاكستان كښې د ??ين سفير نونګ رونګ هم په دې موقع موجود ؤ او په دستوره كښې خلقو په ګڼ شمېر سره ګډون كوو۔په دې موقع وفاقي وزير ووئيل پاكستان د استحكام د لارو لټون كړے او د پاكستان په اړه د نړۍ رائے بدله شوې ٬د پاكستان او ??ين ترمينځه راتلونكې منصوبې به د ګرين اكانومي او د توان په څانګو اډانه وي ځكه چې موجوده حكومت د توان د تجديد وړ پروژو منصوبه بندي هم كوي۔وفاقي وزير دا خبره ستائېلو سره ووئېل ??ين د خپلو سرمايه كارو پاكستان ته د رالېږلو سره د ملګرتيا ثبوت وركړے د كوم به چې پاكستان تل مشكور وي۔ده ووئيل د ??ين صدر د سي پیك وژن له مخې به پاكستان دې پروژو ته ترجيح وركوي كومې چې ګرين اكانومي ته وده وركوي۔پروفيسر احسن اقبال ووئيل ماحوليات او موسمياتي بدلون مهمې څانګ?? دي او په ټوله نړۍ كښې اثرات راپېدا كوي٬مونږ د كم كاربن فوټ پرنټ باوجود مونږ اوس هم تر ټولو زيات خطر سره مخ يو۔ده ووئيل اپرېل 2014 كښې چې كله د ??ين صدر د پاكستان دوره وكړه نو د 46 ملين ډالرو ماليت مرستې په لوظ نامو ئې لاس ليك وكړو او ټوله نړۍ پاكستان ته د سرمايه كارۍ د يو ممكنه منزل په توګه كتل ٬ ده ووئيل دا د بدقسمتۍ خبره ده چې په تېرو څلورو كلونو كښې د سي پیك يوه منصوبه هم مكمل نه كړې شوه