اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) د پټروليم وزيرمملکت ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي ممنوعه فنډنګ کېس كښې عمران خان غل، مني لانډرنګ كونكے امپورټډ او غېر ملکي اېجنټ ثابت شوے٬ په الېكشن كمېشن كښې ئې غلط بيان خلفي جمع كړے٬ 450 كناله زمكې لپاره ملك رياض ته د بې وسه اولس 150 مېليونه ډالره د ډالۍ په توګه وركړے شوے٬ د دوه مېليون فاٶنډز لپاره بجلي ګ??ر لګولو كښې د كے الېكټرك 250 اربه روپو سرمايه كاري ئې منسوخ كړې او د 300 اربه روپو اضافي برېښنا كے الېكټرك ته حواله كړې شوې ٬ د قانون له مخئ د كومې غېر ملكي كمپنۍ يا وګړو څخه په فنډز اخستو سياسي ګ??ند به تحليل كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پي آئي ډي كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه٬ مصدق ملك ووئيل عمران خان د جېب كاغذ ښودولو په وخت وئيلي وٶ نور ټول سياسي ګ??ندونه اېجنټان دي٬نن معلومه شوې چې غېر ملكي فنډنګ اخستونكے اېجنټ دے يا سياسي ګ??ندونه٬ عمران خان به روميتاشيټي، چرن جيت سنګھ او نورو غېر ملكيانو څخه ګوند لپاره فنډز اخستو٬ 350 غېر ملكي كمپنو څخه پېسې اخستونكے خپله امپورټډ دے مونږ نه۔ ده ووئيل د ابراج کمپنۍ عارف نقوي چې كوم مني لانډرنګ كړے ھغه ته خو د 290 كالو سزا اورولې شوې٬ مني لانډړنګ لپاره باقاعده كركټ ك??ب جوړ كړے شوے او په دوه مېليونه پاٶنډز دا سودا شوې۔ ده ووئيل عمران خان چا چې به خپل ځان صادق او امين بللو او د ګوند په كاغذونو ئې پرله پسې بيان خلفي وركولو هغه 16 نړيوالې كهاتې پټې ساتلې آيا ھغه اوس هم د دې باوجود صادق او امين دے؟ بلخوا يو پخواني وزي??اع??م ته د خپل زوي كمپنۍ څخه د ډائرېكټر په توګه د پېسو نه اخستو په بابت سزا وركړې شوې٬ ده ووئېل د الېکشن کمېشن پرېكړه راغلې اوس به د قانون او آئين له مخې وړاندې كاروائي كېږي