اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق وئيلي دي د تهل كروندګرو ته په پور د سود معاف كولو لپاره دې حكومت او اپوزيشن غړي د زرعي ترقياتي بېنك صدر سره مل??قات وكړي. د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ په ??ونډه كښې د راتلونكي مالي كال په ??جټ بحث كښې ډاكټر افض?? ډهانډله ووئيل د پېټروليم مصنوعات په ??ېع?? كښې اضافه دې بېرته واخستلې شي. ده ووئيل نن چې څومره د قامي يووالي ضرورت دے، د دې نه وړاندې كله هم نه ؤ. ده ووئيل هر يو حكومت هم دا وائي چې دوي ته معيشت تباه پاتي شوے ؤ . ده ووئيل په ??جټ كښې روغتيا او تعليم ته خاص پام نه دے شوے. ده ووئيل د اوبو د كمي مسئلې په ??هميت شايد چې په ??ې وخت كښې نه پوهېږو خو په ??اتلونكي وخت كښې به اوبه د پېټرول نه ګرانې وي. د دې متبادل هم څه نشته. ده ووئيل د تهل كروندګر د فصلونو تباه كېدو په وجه خپل زرعي قرض نه شي وركولې. د درې تحصيلونو په كروندګرو 3 اربه روپې پور ورپور دے، دا دې معاف كړے شي. د دوي په قرض دې سود معاف كړے شي. په ??ې وفاقي وزير سردار اياز صادق ووئيل د تهل د كروندګرو ته قرض د سود معاف كولو لپاره دې د حكومت او اپوزيشن غړي د زرعي ترقياتي بېنك صدر سره مل??قات وكړي.