اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) ?? خز??نې او محصولاتو وفاقي وزير ډاكټر مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې سعودي او قطر سره پاكستان ژورې اړيكې لري او پاكستان دواړو هېوادونو سره د تجارت، ??عيشت او سرمايه كارې پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكو او مرستې ته وده وركول غواړي. ده دا خبرې په پاكستان كښې د سعودي او قطر سفيرانو سره د ملاقات په مهال وكړې. د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي ?? خز??نې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل سره په فنانس ډويژن كښې ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې. د قطر سفير شې?? سعود بن عبدالرحمان بن فېصل الثاني سره په ملاقات كښې ?? خز??نې وزير ووئيل چې قطر سره پاكستان پخو??نې اړيكې لري او اوسنې حكومت د قطر سرمايه كارو او تجارانو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارې په لړ كښې اسانيې وركوي. په دې موقع ?? خز??نې وزير د قطر د حكومت د سرمايه كارې د تجويز هركلې وكړو او د پاكستاني حكومت لخوا ئې د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو.