اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د پاکستان سياسي صورتحال څخه ګټه پورته كولو لپاره د وزيراعظم مودي په دفتر كښې د ه??د د استخباراتي ادارې “را” خاص سېل د ادارې د مشر سمنت كمار ګوئل په مشرۍ كښې جوړ كړې شوې دې او د ه??د د قامي سلامتيا سلاحكار اجيت ډوول د دې سازشونو ستراتېژك لا??ښودنه كوي٬ د پاكستان په ضد سازشونه په نظرياتي توګه د المان د نازي سوچ اثر لرونكي د ه??دو انتها پسند تنظيم آر اېس اېس د لا??ې جاري دي٬ د آر اېس اېس د ه??دوتوا نظرياتو څ??ه متاثر د ه??د جنتا پارټي كال 2014 څخه په هند كښې په اقتدار كښې دې٬ را په ځائي كچه او ګرده نړۍ كښې پاكستان كښې عدم استحكام پېدا كولو لپاره خپلې تخريبي او ناوړه هلې ځلې ترسره كولو لپاره هر ډول چالونه كوي۔ په دې لړ كښې معتبر ذريعو كشمير ميډيا سروس ته ووئيل چې “راR21; په پاکستان كښې د ترهګرۍ سرپرستي كولو لپاره په افغانستان كښې 87 ترهګر كېمپ چلوي۔ را كالعدم تحريك طالبان پاكستان ته افغانستان څخه د امريكې انخلاء نه وړاندې د لكهونو په شمېر ډالر وركړي او د دې مني ټرېل د يو اے اي حكومت سره موجود دې۔ د ذريعو له مخې هند پاكستان كښې د ترهګرۍ كاروائيو لپاره غېر ملكي خاوره كاروي۔ ذريعو وئيلي دي چې د ه??دي پوځ لېفټيننټ جنرال اپېندرا دويدي ته بلوچ ترهګرو ډلو ته د وسلې او د دې د رسد اضافي ذمه وارۍ سپارلې دي او دا مهال موصوف د ه??د پوځ د شمالي كمان افيسر كمانډنګ انچيف په چوكۍ تعينات دې۔ د ه??د د بهرني انټېلي جنس اېجنسۍ مجيد برېګيډ د ترهګرو ډلو تربيې لپاره د كرناټك رياست په همت نګر كلي كښې د تربيې يو كېمپ جوړ كړې دې٬ را د وړاندې نه هم د بلوچ راجي آجوئي سانګر(BARS) د بېنر لاندې د ترهګر تنظيمونو كنسورشيم جوړ كړې دې او سي پېك ته زيان رسولو لپاره د را خاص سېل وېره ترخه٬ ناقلاري او غېر يقيني صورتحال پېدا كولو لپاره هدفي وژنې٬ د بمي چاٶدنو او په بېلا بېلو پرمختيائي منصوبو كښې خنډان راولاړولو لپاره يو منظم كمپائن چلوي٬ هند په پاكستان كښې د مظاهرو د لا??ې هېواد جام كولو لپاره د متحده عرب امارات څ??ه مالي مرسته هم غوښتلې ده۔ ذريعو انکشاف كړې دې چې تېر كال يو تنظيم د احتجاج په مهال 380 وېټس اېف ګروپس څخه ناسم معلومات خپرول٬ په دې كښې 70 فيصده نه زيات اكاٶنټس جعلي وو او دغه اكاٶنټس څخه په دې مهال څلور لكه ټويټس شوې وو۔ ذريعو ووئيل چې دا په نړيواله كچه يو تسليم شوې او ثابت شوې حقيقت دے چې هند دروغ د رياستي پاليسۍ په توګه استعمالوي