اسلام آباد۔24مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي په لاهور كښې په پوليس اهلكار ډزې كېدو سره له سرې كرښې تجاوز شوې٬ ميډيا دې د سياسي فعاليتونو كورېج وكړي خو د شرپسندۍ ٬ تشدد او د خپرونكو فعاليتونو دې بائيكاټ وكړي٬ وزيراعظم شهباز شريف د معيشت ??و اولس حفاظت لپاره د خپل عزم څرګندونه كړې ده٬ د ??اك??تان د معيشت ??و اولس حفاظت لپاره د رېډ لائن لګولو وخت راغلې دې٬ د معيشت بحالۍ ??و اولس ته د ريليف وركولو په لاره كښې مو سره كرښه راكښلې دې ٬ چاته به دې نه د تجاوز كولو اجازه وركولې نه شي۔ د نهې په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل د پ??کستان د معاشي خپلواكۍ بچ كولو په جنګ كښې كاميابۍ لپاره سياسي استحكام ته اړتيا ده۔ دې ووئيل د ??اك??تان تباه كوؤنكو ته به اجازه وركولې نه شي چې هغوي ??اك??تان نور هم تباه كړي٬ د معيشت او د اولس د حفاظت به كومه سودا كولې نه شي۔ وفاقي وزيرې ووئيل معيشت چې كله هم ټېك آف كوي نو د عمران صاحب شرخوښي ددې په لاره كښې خنډ جوړېږي۔ دې ووئيل سي پېك راغلو ٬ ستر ملګري شي جن پنګ د ??اك??تان دورې كولو اعلان وكړو نو دلته د دھرنې اعلان وكړې شو۔ نن مو د ??اك??تان د معيشت بحالي ??و اولس ته ريليف وركول پېل كړي دي ٬ كومه لاس وهنه به زغملې نه شي۔ د معيشت ??و اولس ريليف يو نكاتي ايجنډا ده د دې به كومه سودا كولې نه شي او نه به په دې كوم بريد زغملې شي۔ دې ووئيل نن به اولس له هم دا پرېكړه كول وي چې د غلو او فساديانو ټولګي سره ودرېدل دي يا د هېواد تعمير سره۔ د اولس ترجيح تعمير ٬ پرمختګ او سوكالي ده۔ دې ووئيل په هېواد كښې د معيشت بحالي ٬ په ګرانۍ كښې كمي او د روزګار بحالي به كوم سازش سره مخ كېدو ته پرېښودلې نه شي