اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د نړيوال اقتصادي فورم درې ورځنۍ كلنې غونډه كښ?? ګډون لپاره د سويئټزلينډ ډيووس ښار ته روان شوې۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې خارجه وزير ته په غونډه كې د ګډون بلنه د نړيوال اقتصادي فورم صدر وركړې۔ د خارجه چارو وزيرمملكت حنا رباني كهر هم د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري سر?? ده۔ خارجه وزير بلاول بهټو زرداري به د 23 نه تر 26 مئي په ډيووس كښ?? د فورم كلنې غونډه كښ?? ګډون كوي۔ خارجه وزير او وزيرمملكت دواړه به عصري نړيوالو او سيمه ايز مسئلو سر?? اړوندې د نړيوال اقتصادي فورم ګڼ شمېر دستورو كښ?? هم ګډون كوي۔ خارجه وزير به د جغرافيائي سياسي پېشرفت په نتيجه كښ?? د رامخې ته شويو معاشي او سماجي اثراتو سر?? سر?? د كورونا٬خوراك او توان تحفظ او د موسمياتي بدلون څخه پیدا شويو چېلنجونو په اړه د پاكستان نقطه نظر وړاندې كوي۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري به په كلنه غونډه كښ?? ګډون كوؤنكو خپل همڅنګو سر?? ملاقات او مېډيا سر?? خبرې كوي۔ ورلډ اكنامك فورم هر كال سياسي او كاروباري لارښودو سر?? سر?? د نړيوالو تنظيمونو استازي٬ سول سوسائټي او د ټولې نړۍ څخه د ځوانانو نمائندګي كوؤنكي يوځاې كوي دغسې چې په معاشي٬سماجي او ماحولياتي چېلنجونو قابو موندلو لپاره د لارو ??عين وكړې شي۔