اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ?? دبئي څخه نيويارك ته رسېدلے دے ۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ګلوبل فوډ سېكورټي ك??ل فار ايكشن وزارتي غونډه كښې او د نړيوال امن او سلامتيا بحالۍ ٬شخړو هواري او د خوراك په حفاظت د سلامتي كونسل ښكاره بحث كښې ګډون لپاره په لنډه دوره نيويارك ته رسېدلے دے ۔هغه د كمرشل فلائټ د لارې نيويارك ته رسېدلے ۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكرم او په امريكا كښې د پاكستان سفير مسعود خان٬نائب مستقل استازي٬سفير عام?? خان٬ قونصل جنرل نيويارك ٬مېرمن عائشه علي او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مشن او نورو افسرانو د هغه هركلے وكړو