مدينه منوره 28 اپرېل (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي وزيراعظم شهباز شريف٬كابينې او اتحادي ګوندونو پام لرنه اولس ته رې??يف وركولو ته ده ٬اولس ته به روزګار هم ترلاسه شي٬معيشت به هم سم شي٬د هغې كس نامه په دې پاكه زمكه اخستل نه غواړو چا چې په ټولنه كښې تباهي خپره كړې٬په ټولنه كښې داسې طبقه هم موجود ده څوك چې خپل كلتور او د رواياتو اهميت پیژني۔د زيارت په ورځ مېډيا سره په خبرو كښې دې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف٬وفاقي كابينه او اتحادي ګوندونه اولس ته رې??يف وركول غواړي٬انشاﺀالله اولس ته به روزګار هم ترلاسه شي او معيشت به هم ښه شي۔وفاقي وزيرې ووئيل زه د هغې كس نامه په دې پاكه زمكه اخستل نه غواړم٬دا مقدس زمكه د سياست لپاره كارول نه غواړو خو چې هغه كس په دې ټولنه كښې كومه تباهي راوستې هغه د ټولو په وړاندې دے ۔??ې ووئيل دا رويئې ز??ون?? د مثبت رويو څخه بدلې دي٬دې ووئيل په ټولنه كښې داسې طبقه هم موجود ده څوك چې خپل كلتور او د رواياتو اهميت پیژني۔دې ووئيل ز??ون?? كاركنان هم دلته راغلې وو٬په هغوي كښې هم دا جذبه موجود ده خو هغوي ته دا هدايت شوے ؤ چې د مسجد نبوي يا مكه مكرمه په احاطه كښې غېر مناسب رويه خپله نه كړئ او هم دغه په هغوي او په ??ون?? فرق دے